دیپارتمنت ادبیات زبان پشتو

 سرخبرې:

          ښوونه او روزنه د انساني ټولنې له اساساتو او لومړیتوبونو څخه ده. د همدې ښوونې او روزنې له برکته ده، چې د انساني ژوند د پراختیا او ودې لپاره یې په ټوله نړۍ کې په ډېره ماهرانه توګه دومره اسانتیاوې برابرې کړې دي، چې لا تر اوسه یې هم تصور ګران دی.

         هر انسان حق لري، چې په آزاده توګه لوست وکړي، جسمي او روحي وده وکړي، د نورو خلکو فکرونه ځان ته څرګند کړي او خپل فکرونه نورو ته ولېږدوي. د دې کار لپاره یو منظم او بشپړ ماحول ته ضرورت دی، چې ښوونځی ورته وایي. په ښوونځي کې د اړتیا سره سم نوي څيزونه زده کوي، نوې نوې کلمې زده کوي او یو بل ته د خپل نظر د څرګندولو لپاره له هر ډول ادبي او مناسبو کلماتو او الفاظو څخه کار اخلي. له همدې ځایه ده، چې دوی خپل ځان ته ارزښت قایلېږي او د یو روڼ اندي او سترګه ور شخص په توګه ټولنې ته را وځي.

     څرنګه چې لوړو زده کړو وزارت د انساني ژوند په سمبالولو کې ډېر د ارزښت وړ کارونه کړي دي ؛ نو په همدې اساس د قدر او ستاینې وړ د ټول ملت او خلکو  لپاره تمام شوي دي.

          د مولاناجلال الدین محمد بلخي خصوصي پوهنتون په لږ وخت کې وتوانېد د هېواد- بلخ ولایت خلکو ته چوپړ تیاوې د لوړو زده کړو وزارت د لایحې او قوانیونو سره سم وړاندې کړي. په دې برخه کې د مولاناجلال الدین محمد بلخي پوهنتون هم په معیاري توګه محصلین د ۱۳۹۴لمریز کال را په دې خوا د (۶) دورې فارغت ورکړی دی، دا دیپارتمنت د ۱۳۹۳لمریز کال څخه د ارتقا کیفیت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

   په پای کې دا باید ووایم؛ هر څه د یوې غوښتنې او تقاضا له امله را منځ ته کېږي او په خپل وخت سره پای ته رسېږي؛ نو د مولاناجلال الدین محمدبلخي خصوصي پوهنتون د ارتقا کیفیت له آمر او  پوهنتون رییس څخه مننه کوم. د لوی خدای له دربار څخه پرمختللي، آباد، لوړو زده کړو وزارت او سوکاله هېواد افغانستان په هیله!.

 

 د پښتو څانګې شالید:

پښتو دیپارتمنت په (۱۳۹۱ل) کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د مولاناجلال الدین محمد بلخي پوهنتون په جوړښت کې فعالیت پیل کړی دی. دا څانګه څلور کادري استادان لري، چې د پښتو مضمونونو  لوست پر غاړه لري.

اوس مهال (۲۴) فعاله محصلان لري، چې د غرمې څخه وروسته په زده کړه بوخت دي.

 

د پښتو دیپارتمنت لرلید

زموږ لرلید دادی، چې پښتو دیپارتمنت د مولاناجلال الدین محمدبلخي پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د معتبره اکاډمیک مرکز په توګه ثابت شي. د ښوونې، روزنې، هنر او فرهنګ په برخه شته دیپارتمنت کې معلوماتو زیاتونه وکړي او د نورو دیپارتمنتونو لپاره یوه بېلګه وګرځي.

 

د پښتو دیپارتمنت ماموریت

زموږ ماموریت دا دی، چې د لوړ تدریس، هڅونې او خلاقیت له لارې د ښوونې او روزنې  رښتیني ښوونکي،مدیران او مسلکي کادرونه وروزو، ژوره څېړنه تر سره کړو. د ژبې فرهنګ او هېواد په پرمختګ کې رغنده رول ولوبوو.

 

موخې:

  • د لوړو زده کړو په معیار، پوهنې وزارت او ټولنې لپاره د مسلکي ښوونکو روزنه.
  • د پښتو ژبې لوړتیا او ودې لپاره نوي نوښتونه.
  • د تالیفاتو زیاتولی، د محصلینو تحقیقي او علمي وده.
  • محصلین هېواد پالنې او ساتنې ته هڅول.
  • د ښوونکو مسلکي روزنه او نوو مهارتونو سره بلدتیا.

 

ارزښتونه:

  • په چارو کې رښتینوالي او روڼوالی.
  • د هېواد ټولو قومونو او نژادونو ته درناوی او نظریاتو ته یې احترام.
  • ژبنی تبعیض له مینځه وړل.
  • اسلامي او انساني ارزښتونو ته درناوی.
  • اکادمیکو ازادیو او د ودې روزنیزې علمي هڅې.

 

طول دوره تحصیلی رشته پشتو:

براساس لایحه سیستم کردیت وزارت محترم تحصیلات عالی، یک دوره تحصیلی مقطع لیسانس در رشته‌ ادبیات پشتو هشت سمستر است. دیپارتمنت پشتو پوهنتون مولانا نیز با تبعیت از این لایحه یک دوره تحصیلی در هشت سمستر و 140 کردیت تعریف نموده است که تعداد کردیت در یک سمستر حداقل 18 کردیت می‌باشد.

د پښتو څانګې تحصیلي دوره:

د لوړو زده کړو وزارت د کردیت سیستم پر اساس د لیسانس دورې زده کړې په اتو سمسترونو کې سرته رسېږي. دا څانګه ۱۴۴ کردیته په اته سمسترونو او هر سمستر ۱۸ کردیته په یوې تحصیلي دوره کې تطبیقوي.

حاضري په یو کردیت کې ۷۵ فیصده ده، چې له دې څخه زیاته غیرحاضري محصل له ازمون څخه محروموي.

 

د پښتو څانګې روزنیزې برخې:

الف: معیاري روزنه:

د مولانا جلال الدین محمد بلخي پوهنتون د پښتو څانګې مهمې موخه دا ده، چې ټولنې ته با احساسه او  ژمن کسان ورزي. ددې موخې ترسره کولو لپاره ، د معیاري زده کړې برابرول دي، چې له نوو میتودونو څخه کولای شو ، دې موخې ته ورسېږو. د مولانا پوهنتون پښتو څانګه د ټولنې علمي ودې لپاره ژمن دی.

محصلانو لپاره د نوو اخځلیکونو پېژندنه او د درسي کتابونو  ښودنه د څانګې له لومړیتوبونو څخه دي.

ب: سیمینارونه او  علمي څېړنې:

څېړنه د لوړو زده کړو بنسټیز رکن دی. د څېړنې څخه پرته علمي وده ممکنه نه ده. د پښتو څانګې استادان او محصلان د څېړنې لپاره تل هلې ځلې کړي او کوي.

ج: د محصلانو د پایلیک رسمي ناستې:

مونوګراف د تحصیلي دورې تر ټولو مهمې برخه ده، چې هر محصل باید د یوې تحصیلي دورې بشپړولو کې د یوې موضوع په ټاکنې سره سرته ورسوي.

د مولانا پوهنتون پښتوڅانګه تل کوښښ کوي، چې اتم سمستر پیلیدو سره سم ، د محصلانو علاقې د هغوی موضوع د یپارتمنت ته وړاندیز کړي. او د یپارتمنت د محصل وړاندیز د اداري پړاوو په پای کې لاسلیک او لارښود استاد په همکارۍ، د محصل موضوع ترتیب او په یوه ناسته کې دفاع کړي.

د: ارزونه:

 پرله پسي ارزونه (ورځنۍ)

په وسط سمستر کې ازموینه شل فیصده.

د سمستر  فاینل ازموینه

د کورنیو دندو، پروژو، سمینارونو او نورو ارزونه

وروستۍ ارزونه ( د ټاکلو مفرداتو مطابق د ارزونو د وخت تعینول، تر څو محصلین له مخکي با خبر اوسي).

د آزمویني څرنګوالي:

تحریري

تقریري

د پوښتنو نوعیت:

تشریحی، ټاکنیزي، څلورځوابه، صحیح او غلط، بشپړونکي، خانه خالي، مقابلوي یا مقایسوي، لنډځوابه، تعریفونه او اصطلاحات.